کابل باختر دتلې درې ويشتمه :
د ننګرهار ولايت سيمه ييز مقامات وايي چې دجلال آباد _ تورخم په لويه لاره کې د ډار اچوونکو پرخلاف عمليات دوام لري .
دغه عمليات يوه مياشت مخکې د کابل _ تورخم د لويې لارې په دواړو خواووکې د ډار اچوونکو له شتون څخه د دغو سيمو دپاکولو په مقصد د سلګونو تنو پوځيانو په ګډون پيل شوي او تر اوسه پورې دوام لري .
د ننګرهار ولايت يوامنيتي مقام باختر آژانس ته وويل چې په دغو عملياتوکې تر اوسه پورې څو کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي او د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو درې ډيپوګانې هم ترلاسه شوې دي .
ختم- ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ