۱۰۰ ورځې

د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى: هيڅ انتخاباتي مرکز رسنيو ته د اطلاع رسولو مخه نه شي نيولاى

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٠
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى وايي: د کميسيون له مرکزي دفتر څخه ټولو رسنيو ته د خبر برابرولو لپاره ټولې اسانتياوې برابرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د تحول او تداوم د انتخاباتي مرکز کتوونکو د دوو خصوصي رسنيو دوه تنه خبريالان ووهل او وډبول، خو خبريالان ددغه انتخاباتي مرکز له خوا له رسنيو سره د دغه عملونو علت د تقلبي رايو د رسانه يي کيدو څخه د انتخاباتي مرکزونو د يو شمېر کتوونکو د حساسيتونو زيږنده بولي او د رايو د څيړنې او پلټڼې له بهير څخه د رسنيو د خپرونو د بندولو غوښتنه کړې ده. خو د تحول او تداوم د انتخاباتي مرکز کتوونکي وايي چې رسنۍ جانبدارانه عمل کوي.
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى د باختر آژانس له خبريال سره په خبروکې وويل: هيڅ انتخاباتي مرکز حق نه لري چې له دغه بهير څخه د مستند رپوټ د برابرولو مخه ونيسي.
ده زياته کړه: دغه کميسيون رسنيو ته د اطلاع رسولو او د رپوټ د برابرولو په لاره کې ټولې اسانتياوې برابرې کړې دي.
د نورو د څرګندونو له مخې: هغو کسانو چې د خبريالانو پرخلاف تاوتريخوالى کړى دى؛ ډير ژر به وپيژندل شي او د کتوونکو له ډلې څخه د انتخاباتو له خپلواک کميسيون څخه ايستل کيږي.
په همدې حال کې د آزادو رسنيو د مرکز مسوولينو ويلي دي چې د تحول او تداوم د انتخاباتي مرکزکتوونکي د اساسي قانون او د انتخاباتو دقانون پرخلاف عمل کړى دى.
دوى وايي: له بده مرغه تراوسه پورې انتخاباتي مرکزونو د خبريالانو په وړاندې حساسيت نه دى ښودلى، خو هيڅ يو انتخاباتي مرکز او د افغانستان دولت د اطلاع رسولو په برخه کې له رسنيو سره همکاري نه ده کړې.
ددغه مرکز د څرګندونو له مخې: دانتخاباتو خپلواک کميسيون خبريالانو ته د اطلاع رسولو ښې زمينې برابرې کړې او هلې ځلې دې وشي چې هيڅ کومه ډله د خبريالانو د اطلاع رسولو خنډ نه شي.
له بله پلوه د تحول او تداوم د انتخاباتي مرکز کتوونکي وايي چې ځينې خبريالان د رايو د پلټنې او څيړنې په بهيرکې لاسوهنه کوي او بايد رسنۍ دې د خپلو غوښتنو له مخې له سيمې څخه تصويرونه واخلي.
په داسې حال کې چې رسنيو ته اجازه ورکړشوې ده چې د رايو د پلټنې او څيړنې د بهير له بېلابېلو رايو څخه تصويرونه واخلي. خو ويل کيږي چې دغه خبريالان هغه وخت د تحول او تداوم د انتخاباتي مرکز د کتوونکو له مخالفت سره مخامخ کيږي چې يو خبريال ورته رايې په يو صندوق کې ليدلې او عکس يې اخستى دى او دغه تصوير هم د دغه انتخاباتي مرکز د کتوونکوو له خوا له منځه وړل شوى دى .
دا لومړى ځل نه دى چې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون په مرکزي دفترکې د رايو د پلټنې د بهير پرسر فزيکي شخړه کيږي.
څو ورځې مخکې د دواړوانتخاباتي مرکزونوکتوونکي د رايو د پلټنې پرسر ونښته چې دغه شخړه د رايو د څيړنې د ځنډولو سبب شوه او ځينې نړيوال کتوونکي دې ته اړ شول چې له سيمې څخه ووځي .
خو داځل د رايو پلټنه او تاوتريخوالى فزيکي شخړو ته د رسنيو پيښه هم وکاږله. هغه رسنۍ چې د انتخاباتو له پيل څخه تراوسه پورې اوږه په اوږه په دغه بهيرکې د خلکو د رايو ملګرتيا کړې ده؛ خو ځينې مخرب افراد چې غواړي د هراز امکاناتو او سازمان موندلو خوځښتونو څخه په استفادې سره د رايو د پلټنې او څيړنې بهير يوځل بيا وځنډولى؛ بايد ددغه شان کسانو مخه ونيول شي. که چيرې دغه شان تاوتريخوالي دوام ومومي؛ ښايي د رايو د پلټنې بهير په شفاف ډول ترسره نه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته