کابل / د سلواغی / ۲۱ / باختر
د کابل ښاروالۍ خبرتیا
لکه څنګه چې لېدل کېږي یوشمېراوسېدونکي له بهرنیو پیسوڅخه په استفادې سره د پلورنې او پېرودنې ، د کورونو او جایدادونو د کرايې او ګروي په معاملو کې لاس پورې کوي چې دغه عمل د هېواد د نافذه قوانینواو مقرراتو پرخلاف دی.
له دې امله د کورونواو جایدادونو د معاملو د لارښوونې له ټولو دفترونو څخه غوښتل کېږي چې د افغانیو د ارزښت لپاره چې زموږ ملي هویت دی په خپلو معاملو کې له افغانیو څخه استفاده وکړو.
د دغه خبرتیا له خپرېدو وروسته موضو تر دوامدار کنترول او څارنې لاندې نیول کېږي او له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.
ع