امنیت

د ناټو دوه تنه عسکر په افغانستان کې ووژل شول

کابل باختر  د چنګاښ  ٢ :
د ناټو دوه تنه عسکر په افغانستان کې  په دوو جلاجلا پيښوکې ووژل شول.
دغه عسکر نن سهار دافغانستان په لويديځ او جنوب کې د ماينونو دچاودنو له امله ووژل شول.
تراوسه پورې ددغو عسکرو هويت نه دى په ډاګه شوى .
ناټو باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلوسره ددغو سرتيرو وژل کيدل تائيدکړل خو د پيښې د دقيقې سيمې او د وژل شويو عسکرو د هويت په باب يې څه نه دي ويلي. رسنيو خبرورکړي دي چې دافغانستان په لويديځ کې وژل شوى عسکر ايتالوى و.
دافغانستان په جنوب کې زياتره امريکايي او بريتانوي پوځيان ديره دي.
د تيرو دريو ورځو په بهيرکې دا د ناټو پنځم عسکر دى چې په افغانستان کې وژل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته