کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٥
په بدخشان ولايت کې دوسله والو طالبانو د ډلې يو سيمه ييز قوماندان له دريو تنو افرادو سره يې پرون د پوليسو دځواکونو له خوا ونيول شو .
دبدخشان دوالي ويندوى احمدنويد فروتن باختر آژانس ته وويل : د طالبانو دغه سيمه ييز قوماندان چې په پهلوان مشهور دى دپوليسو له ځواکونو سره په نښته کې له دريو تنو افرادو سره يې له يو کلاشنکوف او يو آر – پى- جى – ٧توغندي سره د جرم ولسوالۍ دخوستک دکلي په دهن آب سيمه کې ونيول شو.
په دې نښته کې دوه تنه نيول شوي کسان ټپيان شوي دي چې دپوليسو له خوا د درملنې لپاره روغتون ته وليږدول شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ