نړۍ

د پاکستان په بلوچستان ايالت کې په ډزو سره د شپږو وژل شويوکسانو دمړو ترلاسه کول

کويټه ډان  باختر  د وږي دمياشتې ١٦  :
د شپږو تنو مړي چې په ډزو سره وژل شوي دي؛ د پاکستان د بلوچستان ايالت په قلات ولسوالۍ کې ترلاسه شول.
باختر آژانس دبهرنيو خبرځايونوله خولې خبر راکړ : 
څلور مړي په سهراب سيمه کې او دوه نور مړي په بسيمه سيمه کې ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې: اووه نور مړي دبلوچستان ايالت دکويټې  په پشين ولسوالۍ کې  هم ترلاسه شوي دي.
د ترلاسه شويو مړو هويت لا  تراوسه پورې  په ډاګه شوى نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته