کابل باختر دزمري د مياشتې ٣٠ :
دجمهوري رياست ددويم معاونيت ددفتر نوى رئيس اويو شمير غړي معرفي شول.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ :
په هغې غونډه کې چې په همدې موخه نن د جمهوري رياست ددويم مرستيال قانونپوه سرور دانش په شتون دصدارت په ماڼۍ کې جوړه شوې وه ، سرور دانش بدلونونه دچارو دښه والي لپاره ګټور وبلل او ويې ويل ؛ داړوندو چارو د نظام مند کيدو لپاره دغه بدلونونه يو ضرورت و او هيله کيږي چې په هغو بدلونونو او ټاکنوسره چې ترسره شوي دي د جمهوري رياست دمعاونيت په دفتر کې دچارو ترسره کول له پخوا زيات ښه شي .
دنويو بدلونونوله مخې :سيدانور رحمتي د جمهوري رياست ددويم معاونيت ددفتر درئيس ،اميرحسين حسيني دسياسي چارواو دنړيوالو اړيکو دسلاکار، ډاکترعلي رضاروحاني دحقوقي سلاکار ، محمدسرور جوادي د حقوقي سلاکار ، ډاکتر فريد خروش دټولنيزو او دعامه اړيکو دچارو دسلاکار او محمدهدايت دمطبوعاتي سلاکار په توګه معرفي شول.
دغه راز محمداسحاق عارفي دحقوقي آمر ، محمدعيسي سعادت دمالي آمر او عزيزالله مبشر دمطبوعاتو دآمر په توګه معرفي شول.
0 1 دقیقه لوستل