ټولنه

په ننګرهارکې سلګونو کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر
په ننګرهارکې پر ٣٥٠ اړو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.
مرستندويو نړيوالو بنسټونو دغه مرستې نن د ننګرهار د مهاجرينو د راستنولو چارو رياست په همکارۍ په جلال آباد ښارکې پر اړو کورنيو ووېشلې.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په مرستوکې اوړه، غوړي، دالنخود، بوره او صابون شته.
خبرپاڼه زياتوي چې په ننګرهارکې پر اړو کورنيو د مرستې بهير دوام لري.
ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته