امنیت

دلسوکيلوګرامونشه يي توکودليږدونې په تورددووتنو نيول کيدل .

کابل باختر د وږي  يو ديرشمه :
دکندزپوليسوپرون دوه تنه دلسوکيلوګرامه نشه يي توکودقاچاقوپه تورونيول .
دکندزولايت امنيه قوماندان مل پاسوال  محمد قسيم جنګل وال  دباختراژانس خبريال ته وويل دغه کسان پرون هغه وخت دپوليسو له خوا ونيول شول چې لس کيلوګرامه هيروئين يې په مهارت سره په يوه کرولا موټر کې   ځاى پرځاى  کړي و او کابل ښار ته يې دهغو دليږدونې نيت  درلود چې دعلي اباد ولسوالۍ په عبوري کمربند کې د پوليسو له خوا ونيول شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل په يوه بله قضيه کې   ٣٠٠ بوتله الکولي مشروبات چې ديوه ګړندي  موټر  په واسطه دامام صاحب ولسوالۍ دارباب  نبي  له کلي  څخه دکندز ښار ته ليږدول کيدل هم ددغې قوماندانۍ  له نشه يي توکوسره دمبارزې دپوليسو له خوا کشف  او ترلاسه شول .
خبرځاى زياته کړه  دقضيې عاملينو موټر  پريښى دى او دتيښتې لاره يې غوره کړې ده او پوليس يې په لټه کې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته