سیاست

قانونپوه سرور دانش: بايد ډير ژر ځينې قوانين تعديل او اصلاح شي

کابل باختر د غبرګولي دمياشتې  ١٧:
د قوانينو د کميټې غونډه نن د جمهور رييس د دويم مرستيال او د دغې کميټې د رييس قانونپوه سرور دانش په مشرۍ جوړه شوه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د صنعتي طرحو د ملاتړ د قانون مسوده، پر عايداتو باندې د مالياتو د قانون د ځينو مادو د تعديل طرحه او د عراده جاتو او ماشين آلاتو د سون  توکو د لګښت د مقررې د ٤٨ مادې د تعديل طرحه وڅيړل شوې.
د غونډې په پيل کې د جمهور رييس مرستيال څرګنده کړه: د ځينو قوانينو تصويب  او د تجارتي قوانينو اصلاح د سوداګرۍ له نړيوال سازمان سره د افغانستان دپيوستون لپاره د نړيوالې سوداګرۍ د سازمان يو مخکنى شرط دى چې د صنعتي طرحو د ملاتړ د قانون مسوده يوه له هغوڅخه ده.
ده زياته کړه: دغه راز د لندن په کنفرانس کې د افغانستان د دولت د ژمنو له مخې  بايد په ډير لنډ ممکن وخت کې ځينې قوانين تعديل او اصلاح شي.
ده زياته کړه: د دغه کار د بهير د ګړندي کولو او د قانوني ستونزو د لرې کولو يوه لاره له نړيوالو سازمانونو سره د افغانستان پيوستون او هم د دولت د ژمنو عملي کول دا دي چې ټول اړونده قوانين دې په تخنيکي ډول وڅيړل شي او کابينې ته دې  وليږل شي او دکابينې له تائيد وروسته دې د ملي شورا د غړو په رخصتۍ کې د جمهور رييس په تقنيني فرمان سره د اجرا وړ وګرځول شي.
په دې غونډه کې د غړو له خبرو او څيړنې وروسته د صنعتي طرحو د ملاتړ د قانون د تعديل مسوده په اصولوکې د کميټې له خوا تائيده شوه او پريکړه وشوه چې  د غړو له خوا د وړاندې شويو نظريو د عملي کولو په لاره کې دې يو تخنيکي کميسيون هغه په کار پوهانه ډول وڅيړي او د تائيد لپاره دې کابينې ته وليږي.
دغه راز پر عايداتو باندې د مالياتو د قانون د ځينو مادو د تعديل او د ليږدونکو وسايطو او ماشين آلاتو د سون د توکو د لګښت د مقررې د ٤٨ مادې د تعديل طرحې هم د کميټې له خوا تائيدې شوې، خو پريکړه وشوه چې له اړوندو وزارتونو څخه فني کميسيون دې د عدليې وزارت په همکارۍ پرعايداتو باندې د مالياتو د قانون د تعديل طرحه بيا وڅيړي اوپه دې غونډه کې وړاندې شوې نظريې دې عملي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته