ټولنه

په ارګون کې ديوه ښوونځي دودانۍ دجوړولو کار پيل شو .

کابل / دمرغومي  ١٤مه / باختر:
دپکتيکا ولايت  دارګون ولسوالۍ ديو منځني ښوونځي دودانۍ دجوړولو کار  پيل شو .
ددغې ودانۍ دکار په بشپړېدو سره  ديوسلو لسو کورنيو دنجونو اوهلکانو تعليمي ستونزې به لرې شي .
دکليو دبيا رغاونې اوپرمختيا وزارت وياند فريدون آژند باختراژانس ته وويل چې ددغه ښوونځي په ودانۍ کې شپږ درسي خونې، درې تشنابونه ، او داوبو ديو څاه  کېندل په پام کې نيول شوي دي  چې دکليو دبيا رغاونې او پرمختيا وزارت  دولسي تړون دملي پروګرام له خوا ددغه ولايت  دارګون ولسوالۍ دلشکري په کلي کې جوړېږي .
هغه وويل: ددغې ودانۍ په جوړولو سره به  ديوسلو لسو کورنيو دبچيانوتعليمي ستونزې لرې شي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته