روغتیا

په قندهار کې له يوه درې سوه پنځوس بستريز روغتون څخه ګټه اخستنه

کابل باختر د چنګاښ ١٢مه :
په قندهار ولايت کې يو درې سوه پنځوس بستريز روغتون  پرانستل شو .
په دې روغتون کې  دجراحي ،  داخله ، ماشومانو او د ولادي اونسايي  څانګې لري او ټاکل شوې ده  چې ډېر ژر دسرطاني ناروغيو دعلاج او درملنې لپاره  ځانګړي برخه هم په هغه کې  جوړه شي .
  دغه روغتون چې داوسني نړۍ  په ډيرو پرمختللو طبي وسايلو سمبال دى  ددولت له بودجې څخه  دشپږ سوه لسو مليونو افغانيو په لګښت  جوړ شوى دى .  ددې روغتون تاسيسات په څلورو پوړونوکې دي او دنننۍ نړۍ دروغتونونو داړتيا وړ  ټولې برخې  لري .
دعامې روغتيا وزير فيروز الدين فيروز ددغه روغتون دپرانستلو په وخت کې په داسې حال کې چې دجمهور رييس يوشمېر سلاکارانو او دکابينې  او پارلمان يوشمېر غړو شتون درلود باختراژانس ته وويل  له دغه روغتون څخه  دقندهار تر څنګ  د هلمند ، روزګان او زابل په ګډون  دنورو جنوبي ولايتونو ناروغان هم  کولاى شي  ګټه واخلي .
  دعامې روغتيا  دوزير دڅرګندونوله مخې ،  په دې روغتون کې ځوان اومجرب  ډاکتران  ګومارل شوي دي  چې د مديريت او دناروغانو دعلاج او درملنې په برخه کې  لوړه ځواکمني لري .
دغه روغتون  په يوسلو اووه دېرش  جريبه  ځمکه کې جوړ شوى دى  او په هغه کې شنه ساحه ، او دناروغانو او پايوازانو لپاره  څوکۍ شته .
تراوسه پورې په قندهار کې  دميرويس  روغتون،  دهېواد په جنوب کې په لوړو امکاناتو  سره دعلاج اودرملنې يواځنۍ ستر مرکز و . او اوس دغو دوو روغتونونو په دې جغرافيا کې دناروغانو دعلاج اودرملنې لپاره  زياتې هيلې  پيداکړي دي .
  ختم_  ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته