امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان په فارياب کې و وژل شول .

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
دوه تنه وسله وال طالبان د فارياب ولايت په  المار ولسوالۍ کې دنجات په عملياتو کې  ووژل شول .
دغه عمليات دملي اردو په مشرۍ او دملي پوليسو او سيمه ييزو پوليسو په همکارۍ تيره شپه دالمار ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيل شول  .
په فارياب ولايت کې ٢٠٩ شاهين قول اردو دلومړي لوا دمطبوعاتي دفتر مسوول جګړن محمد رضا رضايي باختر آژانس ته وويل :  په هغو عملياتو کې چې دطالبانو  د ځپلو په مقصد دالمار ولسوالۍ په بيلابيلو کليو کې ترسره شول  په بهير کې يې دوه تنه طالبان  و وژل شول  .
درضايي دڅرګندونو له مخې :  د دغو عملياتو په بهير کې د طالبانو دوه کلاشينکوفونه  ، دوه موټرسايکلونه او څلورماينونه هم دملي اردو دځواکونو
لا سته ورغلي دي .
دغه عمليات تيره شپه پيل او دمخالفينو له شتون څخه د المار ولسوالۍ دټولو کليو ترپاکولو پورې دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته