امنیت

دطالبانو تر څنګ دپاکستان داردو ديوه جنرال شتون .

کابل باختر د ثور  ٣١:
  پاکستاني رسنيو  په افغا نستان کې ددغه هېواد داردو ديوه جنرال  دوژل کيدو خبرورکړ.
جنرال شاهد عزيز په افغانستان کې دطالبانو تر څنګ وژل شوى دى .
دباختراژانس خبريال ليکي:  سره له دې چې  پاکستاني رسنيو  دغه جنرال  ديوه متقاعد جنرال په توګه يادکړى دى خو داسې نښې  نښانې شتون لري چې هغه په  ٢٠٠٥ ميلادي کال کې له تقاعد وروسته ، دغه راز په مهمو ملکي او پوځي  پستونو کې کار کړى دى .
دجنرال شاهد عزيز دپاکستان داردو ددريو ستورو  لرونکى جنرال و هغه اووه ديرش کاله خپل هېواد  په اردو کې تيرکړل اوله تقاعد وروسته په  ٢٠٠٧ ميلادي کال کې دپنجاب په ايالت کې  داردو ديوې سترې  برخې مسووليت په غاړه درلود .
جنرال شاهد دپاکستان دمخلوع جمهور رييس پرويز مشرف  يو نږدې او داعتماد  وړ دوست و او د اردو دلوى درستيز  او دجمهوري رياست دتصدي په وخت کې يې دده  په زياترو  تصميم نيونو کې مرکزي رول درلود .
  کله چې جنرال شاهد په  ٢٠٠٧ ميلادي کال کې دقانون له حکم سره سم له دندې څخه متقاعد شو دمشرف له خوا په پاکستان کې  دفساد ضد سازمان درييس په توګه وګومارل شو
هغه سازمان چې دمشرف ګڼ شمير مخالفان او انتقادکوونکي يې دفاسد په نامه په پاکستان کې له سياسي او حکومتي  صحنې څخه لر ې کړل  اوياهم هغوى يې جيل ته تيل ووهل ، دغه سازمان داردو دلاس آله وه مشرف ته نږدې خبرځايونو ويلي دي چې جنرال شاهد سره له دې چې په اردو کې  له خدمت څخه  ګوښه کړى شوى و خو دپخوا په شان دمشرف لپاره ديوه اعتمادوړ سلاکار په توګه و .
دعزيزکورنۍ ويلي و  چې هغه له زياتې مودې راپديخوا بې درکه و ، هغوى دغه مسئله  ترويج کړې وه چې ښايي  جنرال شاهد عزيز سوريې ته تللى وي يو زيات شمير پاکستانيان  چې په عمده توګه په تند لارو سنې افراطي جريانونو پورې اړه لري .  دسعودي او دمتحده عربي  اماراتو په اشاره او دپاکستان  داردو  په همکارى   داسد درژيم پرخلاف  دجګړې لپاره سوريې ته استول شوي دي  خو اوس  پاکستانيو ورځپاڼو خبرورکړى دى چې جنرال عزيز په افغانستان کې دطالبانو تر څنګ وژل شوى دى .
  اوس داپوښتنه طرحه کيږي  چې دطالبانو تر څنګ  دپاکستان داردو ديو جګپوړي  جنرال شتون څه ډول توجيه کيږي .  پاکستان چې  دطالبانو له مشرانو سره دتدارکاتي ، وسلو او دمالي مرستو او هغوى ته دپناه ورکولو تور لګول شوى دى  او ددغې ډلې زياتره پيچلې   برنامې او عمليات دپاکستاني  پوځيانو له خوا طرحه کيږي  په افغانستان کې  دطالبانو تر څنګ دجنرال شاهد عزيز دوژل کيدو په اړوند څه ځواب لري .
   افغان سياسي کارپوهان وايي چې جنرال عزيز  دطالبانو تر څنګ ديوه سلاکار  او دپوځي عملايتو دطراح په توګه شتون درلود برنامې يې جوړولې او لارښوونه يې کوله او دطالبانو جګړه يې  رهبري او مديريت کاوه داښيي چې پاکستان د طالبانو په تصميم نيونو کې مرکزي او محوري رول لري .
ديادونې وړ ده چې پخوا جنرال پرويز مشرف  ، دپاکستان دملي امنيت پخواني سلاکار سرتاج عزيز او يوشمير نورو پاکستاني مقاماتو ويلي وو چې طالبان په افغانستان کې دپاکستان په ستراتيژيکي  برناموکې ددغه هېواد متحدين دي .
دغه راز پاکستان په وار وار طالبان  په افغانستان کې دخپل قوت په توګه افغان دولتي چارواکواو ددغه هېواد دمتحدينو په توګه معرفي کړي دي او هلې ځلې يې کړې دي چې په افغانستان کې  دطالبانو په شتون کې  دخپلو ګټو لپاره استفاده وکړي .
طالبان تل دافغانستان  په وړاندې دپاکستان په لاس کې دحربې  په توګه دي
دجنرال شاهد عزيز  شتون کيداي شي  يوستر سند او دستاويز وي چې ثابتوي چې پاکستان په افغانستان کې دناتار  اوبحران پيداکولو په ژورتيا کې ښکيل دى .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته