سیاست

د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا اعلامیه

کابل_باختر د لنيدي د مياشتې ١٠ مه:
د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا اعلامیه
افغانستان یو اسلامي، خپلواک او مستقل هېواد دی چې افغان قهرمان ملت د تاریخ په اوږدو کې د خپل دین، ملي نوامیسو، ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي وحدت د ساتلو لپاره د سر او مال درنې قربانۍ ورکړي او خپل دا ارزښتونه یې په ډېر درنښت ساتلي دي.
د نوموړو ارزښتونو د ساتلو لپاره په هيواد کې سوله او امنیت یو اساسي ضرورت دی. د افغان مظلوم ملت د فرد فرد غوښته ده تر څو سراسري سوله او امنیت تامین او دا ځورېدلی او کړېدلی ملت د خپل هېواد د ابادۍ او پرمختګ  لپاره هلې ځلې وکړي.
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا د خپل تأسیس له پیل څخه په وار وار ددې ضرورت په هکله خپل غږپورته کړی، لکه چې  په تېره مشورتي لویه جرګه کې هم د ولس د استازو او د افغانستان د ښاغلي ولسمشر یوه اساسي غوښتنه په هېواد کې د سولې او امنیت ټېنګښت ؤ. دعالمانو شورا دخپلې همېشنۍ داعیې په تائید یوځل بیا سوله او امنیت د هېواد یو حیاتي ضرورت بولي او له هرڅه دمخه په هېواد کې د سراسري سولې او امنیت لپاره له ټولو ښکېلو خواوو څخه غوښتنه کوي چې په هېواد کې روانو جګړو  او ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته