کابل باختر د وري درې ويشتمه :
د المپيک دملي کميټې د مشرتابه هيئت نن له غرمې وروسته د جمهور رييس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل او خبرې يې ورسره وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې د المپيک دملي کميټې سرپرست فهيم هاشمي خبرې وکړې او څرګنده يې کړه چې د المپيک د ملي کميټه له نږدې اوياکلونو وروسته د بدني روزنې له رياست څخه مستقله شوې ده .
ده په دې بنسټ کې د انتخاباتو ترسره کولو ته په اشارې سره هيله وکړه چې په دغه بنسټ کې رامنځته شوي بدلونونه د ورزش له ودې او پرمختګ او هم دپانګونې له جلبولو او د المپيک دملي کميټې له قانونمندکولو سره مرسته وکړي.
په دې کتنه کې دغه راز د ځينو فدراسيونونو رييسانو خبرې وکړې او د المپيک له ملي کميټې سره د هيواد د مشرتابه هيئت دملاتړ له امله يې مننه او قدرداني وکړه .
په دې کتنه کې د جمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي د المپيک په ملي کميټه کې د برابرې شوې مساعدې فضاله امله د خوښي د څرګندولو په ترڅ کې هيله وکړه چې دغه بدلونونه په هيوادکې د ورزش له ودې او ښه والى سره مرسته وکړي.
د جمهور رييس مرستيال څرګنده کړه چې په ورزشي برخو او ډګرونوکې د افغانستان د ځوانانو برياليتوبونه د هغوى دځواکمنۍ او استعداد څرګندوى دي.
ده دې ته په اشارې سره چې پارکونه او ورزش ته ارزښت ورکول به زياتې مثبتې ټولنيزې او فرهنګي نتيجې ولري؛ ټينګار وکړ چې د المپيک ملي کميټه بايد د هيواد د ځوانانو د استعدادونو د ودې او پرمختګ فضا شي.
0 1 دقیقه لوستل