دګرديزښار باختر دزمري دمياشتې ٢ :
په پکتيا ولايت کې د استوګنې په يوه کور د وسله والو طالبانو د توغندي دلګيدو له امله دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
دغه پيښه پرون هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو په زرمت ولسوالۍ کې د استوګنې په يوې سيمې د توغنديو ډزې وکړې.
د پکتيا ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم باختر آژانس ته وويل چې په دې راکټي بريدکې د يوې ښځې په ګډون دوه تنه ټپيان شول.
ده وسله وال طالبان د دغه راکټي بريد مسوول وبلل او ويې ويل چې د دغې پيښې د عاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
دغه راز د پکتيا په يوه روغتيايي مرکزکې ډاکترانو د طالبانو د دغه راکټي بريد له امله د دغو ټپيانو د يو تن روغتيايي حالت خراب بللى دى.
0 1 دقیقه لوستل