امنیت

په لغمان کې څلور ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

کابل / باختر د تلې  د مياشتې  ١٥  :
څلور ټولګټې پروژې د لغمان ولايت په مرکز او ولسواليوکې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې .
دغه پروژې د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښار او د قرغيو او الينګار په ولسواليو کې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي چې څه د پاسه ٤٠مليونو افغانيو په لګښت جوړې شوې دي.
د لغمان والي عبدالجبارنعيمي د دغو پروژو د پرانستلو په وخت کې له خلکو څخه  وغوښتل چې د دغو پروژو د ساتلو په لاره کې دې هلې ځلې وکړي.
ده وويل: په دغو پروژوکې د 9.18 کيلومترو په اوږدوالي په سړک د کريړ اچول چې  د قرغيو ولسوالۍ د غونډۍ له کلي څخه د لمټى ترکلي پورې اوږدوالى لري؛ د الينګار ولسوالۍ په مربوطاتوکې د يو جامع جومات جوړول، په دوو پوړونوکې  د کرنې او مالدارۍ د ليسې د ودانۍ جوړول او د يو استنادي ديوال جوړول شامل دي چې په قرغيو ولسوالۍ کې تطبيق شوي دي.
والي ډاډ ورکړ چې د دغو پروژو په بشپړيدو سره د سيمې اوسيدونکو ته زياتې آسانتياوې رامنځته شوې دي.
د قرغيو د ولسوالۍ يو تن اوسيدونکي د دغو پروژو د جوړولو له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: دغه سړک د تګ راتګ او د خلکو  د زراعتي محصولاتو د پلورنې په خاطر زياتې آسانتياوې برابرې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته