اقتصاد

د پسابند ولسوالۍ خلک په اقتصادي کلابندۍ کې دي

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٥ :
د غور ولايت د پسابند ولسوالۍ خلک د جګړو د سختوالي په دليل په دې وروستيو وختوکې په اقتصادي کلابندۍ کې دي.
د غور د والي وياند عبدالحي خطيبي دباختر آژانس خبريال ته وويل  چې د دغه
ولايت د پسابند ولسوالۍ خلک په ډيرو بدو اقتصادي شرايطوکې شپې سباکوي.
د ده دڅرګندونوله مخې: د دغه ولايت له مرکز سره د زياترو ولسواليو ارتباطي لارې تړلې دي او د پسابند خلک د غور ولايت نورو سيمو ته د تګ توان نلري.
خطيبي زياته کړه: له دوه درې مياشتو را په دې خوا د غور ولايت له مرکز فيروز کوه ښار او د دغه ولايت له نورو ولسواليو سره دپسابند ولسوالۍ ارتباطي لارې تړلې دې.
په همدې حال کې دغور ولايت د پوهنې ادارې يوه مسوول چې دنامه له اخيستلو څخه يې ډډه وکړه؛ وويل چې په پسابندکې د جګړو له پيل څخه تر اوسه پورې روزنيز فعاليتونه هم په ټپه دريدلي دي.
د غور ولايت وياند هم په پسابند ولسوالۍ کې د ښوونځيو د دروازو تړلتيا   تائيد کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته