امنیت

په هرات کې د دریو تښتول شویوزده کوونکو د ژغورنې لپاره د امنیتي ځواکونوهلې خلې

کابل / د مرغومې / ۱ / باختر
امنیتي ځواکونوپه هرات کې د دریو تښتول شویوزده کوونکو د موندنې او د ژغورنې په اړه دخپلو هلوځلود پیل خبر ورکړ.
د افغان – ترک د ښوونځي درې تنه زده کوونکي پرون په هرات ښارکې وتښتول شول.
د را رسېدلوخبرونوله مخې، یرغلګرو دغه درې تنه زده کوونکي له موټرڅخه ښکته او له ځان سره بوتلل.
د هرات یوې امنیتي سرچېنې باخترآژانس ته وویل چې تراوسه روښانه نه ده چې دغه انسان تښتوونې پېښې وي‎.
هغه وویل چې امنیتي ځواکونو د دغو زده کوونکود موندنې او ژغورنې په اړه هلې ځلې پیل کړې دي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته