نړۍ

دليبيا دولت دطرابلس دهوايې ډګر کنترول ترلاسه کړ

طرابلس  باختر دثور  دويمه

  دليبيا  انتقالي  دولت پرون دطرابلس  دبندري ښار  دنړيوال هوايي ډګر کنترول ترلاسه کړ چې دتيرکال داګست له مياشتې څخه راپديخوا د پوځي ډوله ائتلافي دلو په واک و .

  دفرانسې دخبري اژانس دخبر له مخې دغه خبر د زنتان   په نامه دپوځي  مليشو دائتلاف له خوا يوسف ابراهيم چې ددغه هوايي  ډګر  ساتنه او کنترول يي په لاس کې درلود اعلام کړ .

 ده وويل دزنتان انقلابيانو دهوايي ډګر کنترول دليبيا انتقالي دولت ته وسپاره .

 دطرابلس  دنړيوال هوايي ډګر دکنترول ترلاسه کول دليبيا  دانتقالي دولت  مقاماتو ته چې دهيواد دهغو ستراتيژيکي ځايونو دکنترول دبيرته ترلاسه کولو غوښتونکي دي چې همدا اوس دپوځي مليشو د ډلو په واک کې دي يو ستر برياليتوب بلل کيږي .

 ددغه ډګر  د سپارلو په مراسمو کې دليبيا ددفاع دوزير  اسمامه جويلي په ګډون دليبيا يو شمير  مقامات  او دزنتان ښار يو شمير  شخصيتونه  او مشران او يو شمير مليشي او ددغه هوايي ډګر کارکوونکي حاضر وو  دغه مليشي دليبيا هغه پخواني  ياغيان دي چې ددغه هيواد دپخواني جمهور رييس معمر القذافي  د ديکتاتوري  حکومت  پرخلاف يي پاڅون وکړ او هغه يي راوپرځاوه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته