فرهنګ

نوې ټاکنه

کابل باختر دمرغومي شپږ ويشتمه :
نجيبه مرام چې د آزادو سياليو له لارې نوې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د رييسې په توګه ټاکل شوې ده؛ د چارشنبې په ورځ د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو د معينې سيمين غزل حسن زاده له خوا د دغه رياست کارکوونکو ته وروپيژندل شوه.
د باخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې سيمين  غزل حسن زاده خبرې وکړې او ويې ويل چې نن موږ د خپرونو له رياست سره د رسنيو د يوې پياوړې او تګړه کارکوونکې ميرمنې د پيوستون شاهدان يو.
دې هيله وکړه چې د مرام په پيوستون سره د خپرونو چارې ښه والي ومومي.
وروسته د باخترآژانس رييس او د خپرونو د رياست سرپرست خليل مينوي خبرې وکړې او د خپرونو د رييسې په توګه د مرام ټاکنه يې يوښه فال وباله اويې ويل چې  نجيبې مرام د خپل ژوندانه زيات کلونه په بېلابېلو نشراتي بستونوکې خلکوته خدمت ته وقف کړي دي .
دغه راز په دې غونډه کې د ورځپاڼو رييس ډاکتر شمس الحق آريان فرخبرې وکړې او د هغو هڅو يادونه وکړه چې مرام د کابل ټايمز ورځپاڼې د خپرونو د ښه والى په خاطر ترسره کړې دي .
په پاى کې د خپرونو رييسې نجيبې مرام د اړوندو چارو د ترسره کولو لپاره خپل بشپړ تيارى څرګندکړ.
مرام کلونه کلونه د باخترآژانس د بهرنيوخبرونو د مرستيالې او دکابل ټايمز ورځپاڼې د مرستيالې او سرپرستې په ګډون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په بېلابېلوبستونوکې دندې ترسره کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته