امنیت

په کابل کې يوې محکمې دملي دفاع وزارت اته تنه افسران په مجازاتو محکوم کړل .

کابل باختر  دزمري ١١:
دملي دفاع وزارت اته تنه افسران په کابل کې ديوې محکمې له خوا په مجازاتومحکوم شول .
دملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري دملي اردو ددغو اتو تنو افسرانو په باره کې دمحکمې دحکم له اعلام  وروسته وايي چې دغه وزارت له فسادسره مبارزې ته په خپل  لومړيتوب کې ځاى ورکړى دى .
دباختراژانس دخبرله مخې، داداري فساد پرخلاف  دمبارزې د درندو جرمونو دمحکمې رياست د دوو مليونو څلور سوه  شلو زرو امريکايي ډالرو په ارزښت دتيلو داختلاس  او ددريو جنراتورونو دتاوان له پلوه د څلورو مليونو افغانيو تاوان دجبيرې په قضيه کې :
_ ډګروال محمود  دتاوان په جبيره کولو سربيره په شل کاله تنفيذي بند
_ ډګروال عبدالعظيم دتاوان په جبيره کولو سربيره په ١٨ کاله تنفيذي  بند
_ بريد جنرال فضل الله دتاوان په جبيره کولو سربيره په  اووه کاله تنفيذي بند .
_ ډګروال  عبدالمعروف  دتاوان په جبيره کولوسربيره په دوه کاله او دوه مياشتو تنفيذي بند
_ تورنجنرال عبدالقدير  دتاوان په جبيره کولو سربيره په دوه کاله او دوو مياشتو تنفيذي بند
_ بريد جنرال اصغر دتاوان په جبيره کولوسربيره په يوکال او يوه مياشت تنفيذي بند .
_ تورن محمد هارون دتاوان په جبيره کولوسربيره په دوه کاله او دوو مياشتو تنفيذي بند او تورن احمد جان دتاوان په جبيره کولوسربيره په يوکال او يوه مياشت تنفيذي بند محکوم کړي دي چې دافغانستان له نافذو  قوانينو سره سم دغه افسران استيناف  غوښتنې حق لري .
دملي دفاع وزارت وياندتورنجنرال دولت وزيري په دې  اړوند وويل دملي دفاع وزارت مشرتابه له فساد سره مبارزې ته په خپل کاري لومړيتوب کې ځاى ورکړى دى او پتمنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې په دې لاره کې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه نه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته