ټولنه

په روزګان کې د تعليم الاسلام خصوصي راډيو د یو چلوونکي پر مړينې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د خواشينۍ پيغام

کابل / د زمري٢مه / باختر
په ژورې خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ چې د روزګان د تعليم الاسلام خصوصي راډيو د ديني پروګرامونو چلوونکي سميع الله “عبرت” تېره شپه په يوه ترافيکي پېښه کې ژوند بایللی دی.
دغه ناوړه خبر زموږ د زياتې خواشينۍ سبب شوى دى او مړينه یې د هېواد د رسنيزې ټولنې په تېره بيا د روزګان لپاره يوه ضايعه بولو.
د الله (ج) له درباره ارواښاد سميع الله “عبرت” ته د فردوس جنت او د هغه کورنۍ او خپلوانو، د روزګان د تعليم الاسلام خصوصي راډيو مشرتابه او کارکوونکو او د هېواد رسنیزې ټولنې ته د صبر او زغم هيله کوو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته