سیاست

د مبارکۍ پيغامونه

 کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ١:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني، اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله، د ملي وحدت د حکومت د کابينې د غړو او د افغانستان د ټول ملت په نامه نن هم د نوي لمريز کال او د لرغوني نوروز په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه باختر آژانس ته را رسيدلي دي.
  په دغو پيغامونوکې (نوروز) د افغانستان او د نوروز حوزې د هېوادونو د خلکو لرغوني جشن بلل شوى دى او پسرلى د طبيعت د بيا ژوندي کيدو فصل او د الله (ج ) د قدرت ښکارندوى بلل شوى دى.
دغه راز ټينګار شوى دى چې د هېواد هر وګړى د خپل ژوندانه د سيمو د سمسورتيا او ښکلا په خاطر بايد يو نيالګى کيږدي چې د ژوندچاپيريال له ککړتيا څخه پاک شي.
په دغو پيغامونوکې څرګنده شوې ده چې خلکوتېرکال د کور ګډو او ويجاړونکو جګړو له امله  له چلنجونو سره تېر کړ او له هرڅه څخه زياته اړتيا ده چې د سولې  د ټينګښت لپاره هلې ځلې وشي .
  دغه راز په دغو پيغامونوکې د دولت له وسله والو مخالفينوڅخه غوښتنه شوې ده چې د سولې له بهير سره يوځاى شي او د خلکو له وژنې او د هېواد له ورانولو  څخه دې ډډه وکړي.
  په پيغامونوکې دغه راز يوځل بيا ژمنه شوې ده چې له هېوادڅخه د نشه يي توکو، اداري فساد او د قانون ماتونې د ټغر د ټولولو لپاره مبارزه کوي او په هېوادکې د قانون د ټينګښت په خاطر هلې ځلي کوي.
  دغه پيغامونه د مهاجرينو د راستنولو، د بهرنيو چارو، عامې روغتيا، کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو، ماليې، د اطلاعاتو او فرهنګ، انرژۍ او اوبو او د سوداګرۍ او صنايعو د وزارتونو، د لويې څارنوالۍ د مشرتابه هيئت، د ټولګټوهېوادونو په چاروکې د جمهور رييس د ستر سلاکار شاکر کارګر،  د کابل د طبي پوهنتون، د ٢٠١ سيلاب قول اردو د قوماندانۍ، د افغانستان د ترکمنانو  د شورا، د افغانستان د ډاکترانو او د روغتيايي کارکوونکو د سراسري اتحاديې، د کابل د طبي پوهنتون د استادانو د ټولنې، د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو، ميوند بانک او د الکوزي د نړيوالې شرکتونو د مشرتابه هيئتونو له خوا را رسيدلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته