سیاست

د دایکنډي او ارزګان عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو

کابل/ د غويي ٢١مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ غونډې د هېواد د ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونو په لړ کې، پرون له غرمې مخکې د دایکنډي او ارزګان ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه؛ د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، د دایکنډي او روزګان امنیه قوماندانانو او د امنیت ريیسانو حاضر وو، لومړی د یادو ولایتونو امنیت ريیسانو او امنیه قوماندانانو، په خپلو ولایتونو کې د اوسني وضعیت، د قوتونو د کمېت، امنیتي ګواښونو، خنډونو او راتلونکو برنامو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل.
وروسته جمهورريیس غني د دایکنډي امنیه قوماندان او د امنیت ريیس ته لارښوونه وکړه چې له والي سره په همغږۍ د نیلي ښار اوسنۍ ستونزې د ځمکو د غیر عادلانه وېش له نظره حل کړي.
همدا راز جمهورريیس وویل: امنیتي مسوولین دې په اشترلي ولسوالۍ کې له غیر مسوولو کسانو سره جدي چلند وکړي او د کجران ولسوالۍ امنیتي ستونزو ته دې هم جدي پاملرنه وکړي.
جمهورريیس وویل: د دایکنډي ملي امنیت ریاست دې د خلکو د نظریاتو او غږ اورېدو ته په پام، د امنیت د تامین او د دغه ولایت د امنیتي ستونزو د حل په موخه واضح طرحه برابره او د تصمیم نیونې په موخه د ملي امنیت شورا دفتر له لارې د جمهوري ریاست له عالي مقام سره شریکه کړي.
هغه څرګنده کړه: د ۲۰۵ قول اردو قومانداني دې د دایکنډي د امنیت موضوع ته د سمدستي پاملرنې ترڅنګ، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د دغه ولایت د ځوانانو د جلب او جذب کچې لوړولو لپاره هم اقدام وکړي.
جمهورريیس په دغه ویډیو کنفرانس کې د روزګان امنیه قوماندان او د امنیت ريیس ته لارښوونه وکړه چې د دغه ولایت د پولیسو پرسونل کموالي رفع کولو ته دې جدي پاملرنه وکړي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو دریواړه بنسټونه دې د روزګان لویې لارې امنیت تامین اقدام وکړي.
په همدې ترتیب جمهورريیس غني د هېواد امنیتي او دفاعي ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې په روزګان کې د خیالي او له «بایومیټریک» پرته پولیسو د فعالیتونو راپور ته په پاملرنې دې، دریواړه امنیتي او دفاعي بنسټونه، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د دغه ولایت د ځوانانو جلب و جذب ته پاملرنه وکړي.
همدا راز یاد ارګانونه دې په ټولو کچو کې د ټولو ولایتونو د منسوبینو په اړه عمومي واقعبینانه ارزونه وکړي او راپور دې د ملي امنیت شورا دفتر له لارې د جمهوري ریاست له عالي مقام سره شریک کړي.
جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: د دایکنډي او روزګان ولایتونو امنیتي مسوولین دې له اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ، په خپلو ولایتونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي پر وړاندې مبارزه کې لا زیاتې هڅې وکړي.#
پاى/ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته