ټولنه

په قندهارکې له اړو کورنيو سره مرسته شوه

کابل / باختر/ د زمري ٨مه
په قندهارکې پر سلګونو جګړه ځپلو او د سېلاو له امله زيانمنو شويو کورنيو باندې بشري مرستې وېشلې شوې.
د قندهار د مهاجرينو د راستنولو چارو ادارې باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په استولو سره ليکلي دي چې په دې دوره کې پر ٣٠٠ کورنيو باندې خوراکي توکي ووېشل شول.
دغه مرستې حکومتي او غير حکومتي مرستندوى بنسټونه برابرې کړې وي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته