کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٩ :
دکورنيو چارو وزارت په وړانديزاودافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رئيس له حکم سره سم ددغه وزارت په مربوطاتو کې ددغو کسانو ټاکنې منظورې شوي دي:
_ دملي دفاع وزارت دلوى درستيز مرستيال سترجنرال مرادعلي مراد دسترپاسول په کمبود بست کې دکورنيو چارو وزارت دستر امنيتي معين په توګه .
_ دملي دفاع وزارت دبيړنيو اوفوق العاده حالاتو رئيس تورنجنرال امين الله کريم دلوى پاسوال په بست کې دکورنيو چارو وزارت د اداري معين په توګه .
_ دنشه يي توکوپرخلاف دمبارزې دعملياتو لوى رئيس پاسوال عبدالخليل بختيار دلوى پاسوال په بست کې له نشه يي توکو سره دمبارزې دمعين په توګه ،._ د کورنيو چارو وزارت داستخباراتو دلوى رياست دهدف نيونې (انتک) رئيس پاسوال محمد فريد افضلي د لوى پاسوال په بست کې له جرمونوسره دمبارزې او کشف درئيس په توګه .
_ دپيژنتون داحتياط افسر پاسوال عبدالجميل کوهستانى دپاسوال په بست کې له جرمونوسره دمبارزې دلوى رئيس په توګه .
_ دپوليسو داکاډمۍ قوماندان پاسوال عبدالجبار پردلي دپاسوال په بست کې دکورنيو چارو وزارت دپيژنتون دلوى رئيس په توګه .
¬_ دپوليسو اکاډمۍ دقوماندانۍ د ادارې رئيس پاسوال عبدالمنان همدل دمل پاسوال په بست کې د کورنيو چارو وزارت داستخباراتو دلوى رياست دمرستيال په توګه.
_ دپيژنتون دا حتياط افسر پاسوال غلام عزيز غرنى دسيمه ييزو پوليسو درئيس په توګه .
_ دپکتيکاولايت امنيه قوماندان پاسوال خليل الله ضيايي دپاسوال په بست کې د ٨٠٨ سپين زر دساحوي زون دقوماندان په توګه .
_ دکورنيو چارو وزارت دپيژنتون د احتياط افسر مل پاسوال عبدالنبي الهام دپاسو ال په بست کې د ٤٠٤ ميوند دساحوي زون دقوماندان په توګه .
_ دهرات دسرحدي لوا قوماندان مل پاسوال محمد جمعه عديل دپاسوال په کمبود بست کې د ٦٠٦ انصار ساحوي زون دقوماندان په توګه .
¬ _ دپيژنتون د احتياط افسر شيرعلي شهريار دپاسوال په بست کې د ٢٠٢ شمشاد ساحوي زون دقوماندان په توګه .
_ دغه راز لوى پاسوال اکرام الدين ياور
_ لوى پاسوال بازمحمد احمدي
_ لوى پاسوال سيدعبدالغفار سيدزاده
_ لوى پاسوال عبدالظاهر ظاهر
_ لوى پاسوال عبدالوکيل اکبري
_ مل پاسوال فريدون امامي
_ پاسوال عليشاه احمدزى
_ پاسوال شيرعزيز کامه وال
_ پاسوال عبدالقيوم باقي زوى
او مل پاسوال خيرمحمد تيمور دکورنيو چارو وزارت دپيژنتون دلوى رياست
داحتياط په بستونو کې منظور شوي دي.
0 2 دقیقې لوستل