سیاست

جمهور رييس غني دشهيد دوهم ساتمن نجيب الله ميړانه وستايله.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٢
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني دپکتيکا ولايت دبرملى ولسوالۍ دسرحدى ٤٠٢ زون د اتم کندک دافسر دوهم ساتمن نجيب الله ميړانه او سرښندنه چې دهيواد دملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا د دفاع په لاره کې شهيد شو وستايله.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: جمهور رييس ديو حکم په ترڅ کې د دوهم ساتمن نجيب الله د زړورتيا او ميړانې دستاينې په خاطر دغه شهيد ته دعالي دولتي مډال اوددغه شهيد ورثې ته په کابل ښارکې ديو درې اتاقه اپارتمان دورکولو او د شهيد دويم ساتنمن نجيب الله په نامه دښرنې ښار دمرکزي چوک نومول منظور کړ.
جمهور رييس دجلاحکم په ترڅ کې دپکتيکا ولايت دبرملى ولسوالۍ د ٤٠٢ سرحدى زون اتم کنډک ته دميړانې دعالي دولتي مډال او دافغانستان په خاوره کې د پوستو دجوړولو دمخنيوي په خاطر ددغه کندک ټولو منسوبينو ته ديوې يوې مياشتې بخششى معاش منظور کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته