ښوونه او روزنه

ډاکتر عبدالله عبدالله دباميانو پوهنتون نوې ودانۍ پرانستله .

کابل باختر د چنګاښ  څلور ويشتمه :
دهېواد اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون دباميانو پوهنتون دځمکې پيژندنې او دټولنيزو علومو دپوهنځيو ودانۍ پرانستلې .
دباختراژانس دخبرله مخې، دغه دواړه ودانۍ  هره يوه په دريو پوړونوکې په پاخه اواساسي ډول جوړې شوي دي چې دکنفرانس سالون ، درسي او اداري خونې اوله ملحقاتو سره يې دلابراتوار خونه لري .
د دغو ودانيو دپرانستلوپه مراسمو کې دملي وحدت دحکومت اجراييه رييس ډاکتر عبداله  عبدالله  له باميانيانو سره ژمنه وکړه چې له حکومتي بودجې او يادکومې بلې تمويلي سرچينې څخه په استفادې سره  دباميانو پوهنتون کتابتون اوجمنازيوم  جوړوي .
ډاکتر عبدالله عبدالله په باميانو کې دکوکنارو دکرکيلې او دنشه يي توکو دتوليد صفر کيدو ته په اشارې سره هغه ددغه ولايت اوسنيو او راتلونکو نسلونو ته يوستر خدمت وباله  او دباميانو پوهنتون  له استادانو او ددغه ولايت له خلکو څخه يې وغوښتل چې له فرصت څخه په استفادې  سره دې هلې ځلې وشي چې په لنډ وخت کې دترقۍ  اوپرمختګ  اوږده لاره ووهي .
ده وويل ځکه موږ په يوه اوږدو موده کې زيات فرصتونه له لاسه ورکړي دي
دغه راز دلوړو زده کړو وزارت سرپرست دافغانستان په کچه پوهنتونونو ته دانډوليز انکشاف ژمنه وکړه او ددغه وزارت لس کلن  پلان ته په اشارې سره يې هيله وکړه چې افغانستان په راتلونکو  لسو کلونوکې دپوهې پربنسټ متکي  اقتصاد ولري .
په دغو مراسمو کې دباميانو والي محمد طاهر زهير وويل چې دغه دوه ودانۍ دنشه يي توکوپرخلاف دمبارزې دچارو وزارت له بودجې څخه د  څلور اويا مليونو افغانيو په لګښت جوړ شوي دي چې دباميانو پوهنتون ځينې ستونزې لرې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته