کابل باختر د وري شپږ ويشتمه :
د هرات ولايت مشرتابه هيئت امنيتي او اطلاعاتي مسوولينو ته لارښوونه کړې ده چې د دغه ولايت د خورشيد تلويزيون د ولايتي دفتر او د ژورنالستانو د ملي اتحاديې د وسايلو د غلامسئله په هراړخيزه توګه وڅېړي او عاملين يې د قانون منګولو ته وسپاري .
د هرات والي محمد اصف رحيمي د بيان د ازادۍ ملاتړ او د رسنيو دکارکوونکو او خبريالانو د ستونزو څېړنه د دغه ولايت د مشرتابه هيئت له کاري لومړيتوبونو څخه وبلل او د دغې پيښې له امله يې خواشينۍ څرګنده کړه .
د هرات والي دغه راز د خبريالانود خونديتوب او امنيت ګډ کمسيسيون ته هم لارښوونه و کړه چې دغه موضوع دې داړوندو ادارو له لارې وڅېړي او د نتيجې په باب دې د ولايت مقام ته رپوټ ورکړي . ختم_ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل