امنیت

يو شمير وسله وال مخالفين دکونړ ولايت په دانګام کې ووژل شول

کابل باختر دليندي شپاړلسمه :
دملي دفاع وزارت يو خبرځاى وايي چې د کونړ ولايت د دانګام ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې يو شمېر وسله ال مخالفين ووژل شول .
  دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: د سولې اوثبات يو شمېر دښمنان چې غوښتل يې تروريستي فعاليتونه ترسره کړي؛ ددغو عملياتو په بهيرکې ووژل شول او له هغوى څخه  يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
  ديوبل خبر له مخې: دملي اردو منسوبينو د امنيتي دندو دترسره کولو په بهيرکې  د وسايطو ضد اوولس ماينونه چې د وسله والو مخالفينو له خوا  د تروريستي او ورانکارو  فعاليتونو  دترسره کولو  لپاره د هيواد په بېلابېلو ساحوکې ځاى پرځاى کړى شوي و؛ کشف او شنډ کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته