امنیت

په شينډنډکې د جګړې بيا پيل

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٧
په شينډنډکې له امنيتي ځواکونو سره د طالبانو په جګړه کې وسله والو مخالفينو ته زيان واوښت.
د هرات د والي وياند احسان الله حيات د باختر آژانس خبريال ته وويل: نن له غرمې مخکې د يوولسو بجو په شاوخوا کې د امنيتي ځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه ونښته چې تر اوسه پورې دوه تنه طالبان وژل شوي او شپږ تنه نوريې ټپيان شوي دي او جګړه دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته