دجلال آباد ښارباختردمرغومي دمياشتې٢٢نيټه :
په وسله والو طالبانو او داعش ډلو پورې اړوند نهه تنه وسله وال جګړه ماران په ننګرهار ولايت کې په نويو نښتو کې ووژل شول.
په دغو جګړه مارانو تېره شپه د هسکې مينې، کوټ او دُربابا په مربوطاتو کې د پوځيانو له خوا بريدونه وشول .
دننګرهار دوالي وياندعطاالله خوږياڼي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې د وسله والو طالبانو او د داعش د ډلو نهه تنه جګړه ماران ووژل شول.
ده وويل چې په دغو جګړه مارانو هغه وخت د پوځيانو له خوابريدونه وشول چې د يولړ ډار اچوونکو فعاليتونو په ترسره کولو بوخت وو.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ