کابل باختردوږي دمياشتې ٨ :
امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتوکې دهېواد په څو ولايتونو کې دامنيتي فعاليتونو په بهيرکې نهه نوي تنه وسله وال طالبان ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي :
امنيتي ځواکونو د پروان ، قندهار، ميدان وردګو، خوست ، پکتيکا، غور، ارزګان ، بغلان او دغزني دولايتونو په مربوطاتوکې امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې ٩٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول، ٣٨ تنه ټپيان او ٢ تنه نور يې دامنيتي ځواکونوله خوا ونيول شول چې په وژل شويو کسانو کې ددغې ډلې څوتنه قوماندانان هم شامل دي.
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دزابل ، ارزګان، هرات او دلوګر په ولايتونو کې دامنيتي ګزمې په وخت کې ديارلس ماينونه کشف اوشنډکړل.
0 1 دقیقه لوستل