خبرونهاقتصاد

فراه کې پر ۳.۵ کیلومتره سړک د جغل اچونې چارې بشپړې شوې

کابل، د کب ۲۲ مه، باختر

د فراه ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې د ۲ میلیونو افغانیو په لګښت پر ۳.۵ کیلو متره سړک د جغل اچونې چارې بشپړې شوې دي.

د یاد ولایت د پشتکوه ولسوال مولوي عبدالناصر نوراني د باختر آژانس خبریال ته وویل چې په پشتکوه ولسوالۍ کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳.۵ کیلو متره سړک د جغل اچونې او بیا رغونې چارې پشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

هغه زیاته کړه، چې د یادو سړکونو ترڅنګ په انجیران کلي کې کوڅې هم جوړېږي.

هېره دې نه وي چې په دغه ولایت کې وخت د ځوانانو او ولسي وګړو له لوري دې ته ورته نور روغتيايې، ښوونيزې او پراختيايي پروژې پلې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته