نړۍ

دداعش ډلې دنړۍ په سلو هيوادونوکې سرتيري استخدام کړي دي .

مسکو باختر د زمري  اتمه :
دروسيۍ داطلاعاتو او امنيت دسازمان درييس  دڅرګندونوله مخې، دداعش ډلې دنړۍ په څه دپاسه  سلو  هيوادونوکې سرتيري استخدام کړي دي چې يونړيوال ګواښ بلل کيږي .
  داسوشيتد پرس خبري اژانس  دروسيې  دفدرال  امنيت دسازمان  درييس الکساندر بورينکوف له خولې  پرون ددغه هيواد په ياروسلاول  ښار کې  په يو امنيتي  کنفرانس کې وويل چې دداعش هدف  له کوچنيو ښو خدمت نه له چمتو ډلو څخه ديوې نړيوالې شبکې جوړول دي  چې کولاي شي  دمخکښو هيوادونو امنيت او ځمکنۍ  بشپړتيا  ته زيان ورسوي .
دروسيې دفدرال  امنيت دسازمان رييس دغه راز په  داعش پورې داړوندو ډلګيو  دځپلو لپاره دنړيوالې همکارۍ غوښتنه وکړه .
  دغه امنيتي  کنفرانس  دنړۍ دڅه دپاسه  شپيتو هيوادونو داستازو په ګډون ددوه ورځو لپاره دروسيې  په ياروسلاول ښار کې جوړ شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته