کابل باختر دوري دمياشتې ١٧ :
د پروان ولايت د سياه ګرد ولسوالۍ روغتيايي کلينيک ته څېرمه د ځانمرګي بريد له امله ٤ تنه ووژل شول او ٢٦ تنه نور ټپيان شول.
د پروان د والي وياند وحيد صديقي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه پيښه نن سهار هغه وخت رامنځته شوه يوه ځانمرګي يرغلګر چې په موټرسايکل سپور و؛ ځان د سياه ګرد ولسوالۍ روغتيايي کلينيک ته څېرمه وچاوه چې له امله يې ٤ تنه ووژل شول او ٢٦ تنه نورټپيان شول.
صديقي زياته کړه چې ځانمرګي يرغلګر هغه وخت ځان وچاوه چې په ساحه کې د پوليسو له خوا پيژندل شوى و او د دريدو امر ورته شوى و.
د ده دڅرګندونو له مخې: د دغې پيښې د قربانيانو شمېر لا تراوسه پورې دقيق نه دى او دغه راز د قربانيانو هويت هم معلوم نه دى .
خبرځاى وويل: دغه پيښه په هغه ځاى کې رامنځته شوې ده چې زياتره ښځې او ماشومانو د علاج او درملنې لپاره کلينيک ته ورغلي وو .
ده زياته کړه: هغه سرتيرى چې ځانمرګي يرغلګر ته يې د دريدو امر کړى و، په ټپيانوکې شامل دى.
0 1 دقیقه لوستل