ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزارت علمي معين دتروريستي پيښې دټپيانو پوښتنه وکړه

_ کابل باختر د وږي د مياشتې  ٥  :
دلوړو زده کړو وزارت  علمي معين  پرون  ديو هيئت په مشرۍ  دايمير جنسي او دسردار محمدداود خان  ٤٠٠ بستريز روغتون  ته  لاړ او دامريکايي پوهنتون  دتروريستي پيښې دټپيانو دپوښتنې په ترڅ کې  له هغوى سره يې  خواخوږي څرګنده کړه.
دلوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دلوړو زده کړو وزارت  علمي معين پوهاند محمدعثمان بابري  په داسې حال کې  چې ددغه وزارت دخصوصي لوړو زده کړو  دموسسو رئيس پوهندوى محمداميرکامه وال  او  دافغان امريکايي پوهنتون  بنسټ ايښودونکي ډاکتر شريف فايز هم  حاضر و  په افغان امريکايي پوهنتون   دتروريستي بريد دپيښې  دټپيانو پوښتنه وکړه.
دلوړو زده کړو وزارت علمي معين  او ملګري هيئت يې له ټپيانو اودهغوې له کورينو سره د خواخوږۍ دڅرګندولو په ترڅ کې  وويل ؛ چې دغه عمل بشري ضد او دټولو اسلامي او انساني ارزښتونو او  موازينو پرخلاف دى  چې دافغانستان دخلکو ددښمنانوله خوا ترسره شوى و .
ده زياته کړه :دافغانستان دخلکو دښمنان  نه غواړي  چې افغان ځوانان  دعلم ا و پوهې په زده کولو سره  خپل هېواد له روانو ستونزو څخه  وژغوري اودپرمختګ په لور يې  سوق کړي.
پوهاند بابري زياته کړه چې دافغانستان دښمنان  اوپه هغوى پورې تړلې ډلې 
هيڅکله نه شي کولاى چې په دغه شان بشري ضد بريدونو اود ملکي وګړو په  وژلوسره  په دغه هېواد کې  دعلم دودې اوپرمختګ مخه ونيسي .
ده  هغو استادانو ، محصلانو او ساتوونکو ته چې په دې پيښه کې شهيدان شوي دي  دعا وکړه او څرګنده يې کړه چې ددغو شهيدانو وينې به  رڼا په  تورتم بريالۍ  کړي اوراتلوونکي نسلونه به ددوى دياد درناوى وکړي.
ديادونې وړ ده  چې  دکابل  په دارلامان ساحه کې په افغان امريکايي پوهنتون دوسله والو کسانو دبريد له امله  ددغه پوهنتون داستادانو ، محصلانو او ساتوونکو په ګډون په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
افغان امريکايي پوهنتون  په  لوړ درسي کيفيت سره  يو خصوصي پوهنتون دى  چې هرکال  په سلګونو تنه ځوانان په بيلابيلو  څانګو کې فارغ او ټولنې ته دخدمت لپاره  چمتو کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته