سیاست

ډاکټر محمد همایون قیومي د مالیې وزارت د سرپرست په توګه خپلو همکارانو ته وروپېژندل شو

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٧نيټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د زیربناوو په چارو کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي د مالیې وزارت د سرپرست په توګه د دغه وزارت مسوولینو ته ور وپېژانده.
دجمهوررييس دوياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
په مالیې وزارت کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د جمهوررئیس دویم مرستیال او د کابینې یو شمېر غړو هم حضور درلود،  په پیل کې د عالي مقام دفتر عمومي ریاست مرستیال او د جمهوري ریاست ویاند محمد هارون چخانسوري د مالیې وزارت د سرپرست د توظیف په اړه د هېواد د جمهور رئیس حکم ولوست. 
په حکم کې راغلي پر اوسنۍ دندې سربېره د مالیې وزارت د سرپرست په توګه د زیربناوو په چارو کې د جمهوري ریاست د ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي توظیف منظور دی.
وروسته د هېواد جمهور رئیس ډاکټر قیومي ته د مبارکۍ پرمهال  د مالیې وزارت د پخوانیو وزیرانو کړنې وستایلې ويې ویل، نن د ډېرې خوښۍ ورځ ده چې مالیې وزارت ژمن، متخصص او نوښتګر شخص ته سپارل کېږي.
جمهور رئیس غني وویل، ډاکټر قیومي په سیستم جوړولو کې لازم مهارت او تخصص لري او د مالیې وزارت همکار ټيم سره به په دې وزارت کې پراخ بدلونونه راوړي. هغه ټینګار وکړ چې په دې وزارت کې به ښه پانګونه وشي او د اداري فساد پر ضد یې په جدي مبارزه هم ټینګار وکړ.
همدارنګه د زیربناوو په چارو کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار او د مالیې وزارت سرپرست د خپلو خبرو پرمهال د هېواد د جمهور رئیس له اعتماد څخه قدرداني وکړه.
ده د عوایدو د زیاتوالي، اصلاحاتو او اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د دې وزارت لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل: ډاډ ورکوم چې په دې وزارت کې به د اصلاحاتو بهیر ادامه ولري او همدارنګه به د مالیې وزارت د وضعیت د ښه والي په موخه نوي پروګرامونه پلي شي.
د مالیې وزارت سرپرست څرګنده کړه لا هم د عوایدو ټولولو او د هېواد د ګمرکونو په برخه کې ستونزې شته او د کار د ښه والي په موخه به ټول سیستمونه د مستوفیتونو په ګډون هر اړخیز وارزول شي او په دې برخو کې به اساسي بدلونونه راشي.
ډاکټر قیومي زیاته کړه، کوښښ کېږي چې ملي بودجه له داخلي عوایدو څخه تامین شي او تر ۲۰۲۴ کال پورې به په دې اړه اساسي اقدامات وشي. دى پر مبارزې او د فساد په له منځه وړلو ټینګار وکړ ويې ویل، د مافیا او زورواکو لاس به ملي ګټو ته له لاسرسي څخه قطع شي.
د مالیې وزارت څرګنده کړه، په جوړښتونو او د شرکت او تصدۍ پالیسو کې د اصلاحاتو راوړلو په موخه به پلانونه تر لاس لاندې ونیول شي، تر څو د ظرفیتونو مطابق د عوایدو سیستم وټاکل شي.
ده زیاته کړه، له بین المللي بنسټونو سره د اړیکو د پراختیا لپاره کوښښ کېږي چې د هېواد اعتبار له بین المللي شریکانو سره زیات او له خصوصي سکتور سره د دې وزارت اړیکې پیاوړې شي.
ډاکټر محمد همایون قیومي ژمنه وکړه د مالیې وزارت کاري ټیم سره په ګډه به د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د موخو د تحقق لپاره په مسوولیت او صادقانه، ورسپارل شوې چارې ترسره کړي. پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته