ښوونه او روزنه

دمسلکي ښوونکو دنشتوالي له پلوه دبغلان دښوونځيو دزده کوونکو شکايت

کابل باختردسلواغې دمياشتې   ١٥ :
په بغلان ولايت کې  دپوهنې دنوي تعليمي کال  دپيل کيدو  په رانږدې کيدو سره  ددغه ولايت  د مرکز او داړوندو ولسواليو په ښوونځيو کې دمسلکي ښوونکو  دنشتوالي  له پلوه  دزده کوونکو  شکايتونو زور اخيستى دى.
په پلخمري کې  داسې ښوونځي شته چې   په هغو کې  دديني مدرسوفارغان دښوونکو په توګه استخدام شوي دي او د ساينسي او درياضياتو دمضمونونو لوست ورکوي او زده کوونکي  سربيره پردې چې ددغو غير مسلکي ښوونکو  له لوست څخه ډيره کمه استفاده هم نه شي کولاي ددغو ښوونکو  دښمنانه تبليغات  له پخوا زيات دزده کوونکو ترمنځ دمذهبي اوقومي توپيرونو  اور ته لمن وهي   چې په راتلوونکې کې به ناوړه عواقب رامنځته کړي.
محمدعمر چې ځان په پلخمري ښارکې  دحضرت خاتم الاانبيا ليسې زده کوونکى معرفي کوي  دغيرمسلکي ښوونکو دګومارلو په کارکې دبغلان ولايت دپوهنې رياست دچارواکو دنه پاملرنې له امله  دخواشينۍ دڅرګندولو په ترڅ کې وويل ؛
چې دکانکور په آزموينه کې دپلخمري ښار دليسو دفارغانو دبې نتيجې پاتې کيدو  يوازينۍ مهم او اساسي عامل  په ښوونځيو اوليسو کې  دديني مدرسو  دفارغانو له استخدام څخه  رامنځته شوي  دبې کيفيته لوست دکچې او دسويې دټيټوالي زيږنده دى .
دى  دپوهنې رياست له چارواکو څخه غواړي چې بايد  دديني مدرسو فارغان  په ديني مدرسو کې وګومارل شي.
دبغلان ولايت دپوهنې رياست دڅارنې دبرخې يوه منسوب  دپلخمري په ښوونځيو کې  دزده کوونکو  په لوست کې  ددغو ستونزو دشتون  په تائيدولوسره  دباخترآژانس خبريال ته وويل : ترکومه ځايه پورې مو چې په روان کال کې ښوونځي وڅيړل  دمسلکي ښوونکو په شتون سربيره ځينې ښوونکي په منظم ډول  دندې ته نه  حاضريږي او يو زده کوونکى چې بايد په ورځ کې شپږ ساعته  لوست ووايي دښوونکو دغيابت په نسبت  له دريو ساعتونو څخه زيات درس نه وايي.
ده  له غيرحاضرو ښوونکوسره  دښوونځيو د ادارې دسازښت  او مصلحت په باب  داداري فساد دشتون   دتائيدولوپه ترڅ کې  دمسلکي ښوونکو  دکمښت په کار کې په ښوونځيو کې  دقاريانو  داستخدام رول  اغيزمن وباله او زياته يې کړه ؛ چې دديني مدرسو ځينې ښوونکي  دلوست ورکولو په وخت کې دښځينه استادانو پرخلاف دتوپيرونو او د مذهبي مسئلو اور ته لمن وهي چې دا کار دښوونې او روزنې په بهير منفي اغيزې کوي.
خو دبغلان ولايت  تخنيکي مرستيال اوسرپرست عبدالرشيد   ددغه ولايت په ولسواليو کې دمسلکي ښوونکو کمښت  تائيدوي خوپه مرکز کې ردوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته