امنیت

٥ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٣
پنځه تنه وسله وال مخالفين پرون دهيواد په بيلابيلو سيمو کې دملي پوليسو دځواکونو له خوا ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : دملي پوليسو ځواکونو دننګرهار ،تخار،فارياب،روزګان،ميدان وردګو،غزني ،پکتيا او دهلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې يو لړ امنيتي فعاليتونه ترسره کړل .چې له امله يې ٥ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دکابل ،قندهار او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې دماين دچاودنې د ٧ پيښو مخه ونيوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته