سیاست

دافغانستان په باب داقتصادي خمکارۍ په شپږم سيمه ييز کنفرانس(ريکا-٦) کې د افغانستان داسلامي جمهوریت داجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله داختتامیه وینا متن

کابل باختر د وږي  ديارلسمه
دافغانستان په باب داقتصادي خمکارۍ په شپږم سيمه ييز کنفرانس(ريکا-٦) کې
د افغانستان داسلامي جمهوریت داجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله
داختتامیه وینا متن

جلالتمآبانو،
درنو پلاویو،
ښاغلو او آغلو
تاسو د افغانستان په اړه د اقتصادي همکارۍ  د شپږم سیمه ییز کانفرانس (ریکا-۶) د پای شېبو ته رسېدلي یاست. موږ همداراز په ګډه سره د ریکا شپږمه لسیزه لمانځو، د سیمه يیزي همکارۍ هغه بستر چې په ۲۰۰۵ کې پیل شو. دا په خپل ځان کې یوه لاسته راوړنه ده او زه غواړم ټولو غړو دولتونو او د هغوی استازو ته په دې برخه کې د هڅو له امله مبارکي ورکړم
ما ته ویل شوي دي چې دا د ټولو ګډونوالو لپاره دوى ډیري بوختوونکي ورځي وې ځکه پراخه ساحه تر غور لاندې ونیول شوه او بحث ورباندې وشو او موږ په ګډه د مخ په وړاندې لارې لپاره ځینو مهمو پایلو ته رسېدلي یو.
زه له دې فرصت څخه ګټه اخلم او غواړم له ټولو سیمه يیزو شریکانو او نورو ونډه لرونکو څخه مننه وکړم او ستاسو د نظریاتو او ارزښتناکی ونډې اخیستنې ستاینه وکړم.
زه په ډاډ سره ویلای شم چې ریکا یوه نوي پړاو ته داخله شوې ده.دا بستر اوس په خپل لرلید کې په رښتیا سره سیمه يیز او د اقتصادي همکارۍ او سیمه يیزې اقتصادي تړلتیا په برخه کې یو عملي زمینه ده.
د معاصرو تحلیلي وسايلو او ټکنالوژۍ په کارولو او د تجربوی حقایقو د ټولګي او وروستیو معلوماتو په ملاتړ سره دا اسانه ده چي له کوچنیو تر غټو د تمویل وړ زیربنايی پروژو په اړه تحقیق، څيړنه او د شونتیا مطالعه ترسره شي. تر دې لا دا مهمه ده چې موږ نویو پړاوونو ته رسېدلي یو ځکه زموږ ګډو هڅو موږ د پروژو د پلي کولو تر بریده رالنډ کړي یو.

ښاغلو او آغلو،
غواړم له دې فرصت څخه ګټه واخلم او له ترکمنستان هیواد څخه  په عشق آباد کې د دایرېدېوونکي راتلوونکي ریکا د کوربه توب له امله مننه وکړم. لکه څنګه چي څو ورځي مخکې کابل ته د ترکمنستان د جمهوررييس جلالتمآب قربانقلي بیردي محمدوف د سفر په ترڅ کې څرګنده شوه، زموږ په سیمه کې د ټرانسپورت، انرژۍ او سوداګرۍ په سکتورونو کې د عصري کولو او پروژو د پراخولو مهم نوښتونه پر لاره دي چې، له روسیې او قزاقستان څخه تر ترکیې او فارس خلیج پورې له یوه اړخه او تر چین او هند پورې له بله اړخه غځېدلي دي. 
دا ښيي چې موږ ټول له روان زیربنايي انقلاب څخه په مثبت ډول اغیزمن شوي یو چې د نویو دهلیزونو پرانیستل کېدنه او زموږ د ملیونونو هیوادوالو لپاره د نوو فرصتونو او ګار رامنځ ته کېدل پکې شامل دي.
څنګه چې د جنوبي او مرکزي اسیا سیمه د بدلون په حال کې ده، موږ د ورېښمو د ګڼو نوو لارو د رابرسېره کېدو شاهدان یو. موږ لېوال یو څو دوی یو د بل بشپړوونکي ووینو،  چې د ټولو ونډه لرونکو په ګټه سمندري اوځمکني پيوستون ته زمینه مساعده کړي. 
په دې کي شک نشته چې د لاجوردو  او د پنځو هیوادونو د اورګاډي د پټلۍ د دهلیزونو په بشپړېدلو سره به سیمه يیزپيوستون  لازيات شي.
د پروژې د عملي کولو بنسټیزه لاره د خصوصي-عامه مشارکت او د دواړو د پیوستون  له لاري د دوه اړخیزي، ګڼ اړخیزي او سیمه يیزي همکارۍ په چوکاټ کي ده.
د تمویل، غوره کړني، احتساب او د بازار د غوره ارزښت د باوري کولو لپاره به د  دې پروژو تخنیکي امکان او مالي شونتیا څيړل کیږي.
که څه هم یو شمير هغه لویی پروژې چې د ریکا د عمومي سند په ضمیمه کي راغلي، د اوږدمهاله ارزښت لرونکي دي او پر خپل وخت به یې په اړه ګام واخیستل سي، هغه پروژې چي تاسو ته په دې کنفرانس کي وړاندي سوي، شوني ګڼل کیږي او د راتلونکي هڅنیز اغېز او مناسب پانګه يیز قیمت په نظر کي نیولو سره غوره کړى شوي دي. په نورو ټکو، دا پروژې د کښته راځړېدونکو میوو په مانا دي چې سیمه يیز شریکان به یې ترلاسه کوي.
ګرانو دوستانو او همکارانو،
موږ په خپله اعلامیه کي ځانونه ژمن کړي دي چې له را برسېره کېدونکي ژیو-اقتصادي چاپېریال څخه په ګټي اخیستلو زموږ په وړاندي د ګڼو ورېښم لارو د جوړېدني  د برخي په توګه پراته  فرصتونه د ځان کړو. څنګه چې د ریکا بهير روښانه کړي، غوره کړل سوي پروژې په ستراتیژیک لید سره وړاندیز سوي دي څو د فعالیت لپاره آسانتیا رامنځته سي، لارو ته پراختیا ورکړو او پر دغو را برسېره کېدونکو سوداګریزو او ټرانزیټي دهلیزونو پراته خنډونه راکم کړو.

په همدې روحیې سره د افغانستان د ملي یووالی حکومت زموږ په سیمه کي د پنځو اقتصادي دهلیزونو د تحقق موندنی هرکلی کوي. دا ټول د دې ظرفیت لري، چي په داسی یو وخت کي زموږ سیمه يیزي اقتصادي وړتیاوي راوسپړي، چي تاوتریخوالي د څرخېدونکي بدلون معیار ګرځي  هغسي چي د اسعارو تغیر، د زیرمي د مارکیټ بې ثباتي او د توکو د نرخ څرخېدنه یې ښيي.
زموږ ځیني شریکان له عامه او ځیني نور له خصوصي سکتور څخه دي. دواړه مهم دي. همداراز، دولتونه- لکه د بسپنه ورکوونکو په بڼه کي- او  نړیوالي مالي ادارې د پروژو د پیلولو لپاره د پانګي د ورکولو په برخه کي مهم رول لوبوي او په دې توګه د خصوصي پانګه اچوونکو لپاره د خطر کچه راټیټوي. 
د دې بهير د پر مخ بېولو لپاره اوس د ریکا د پلي کولو د چاري پیلول کلیدي ارزښت لري. موږ ونډه والو، شریکانو او پانګه والو ته هرکلی وایو څو زموږ سره لاس په لاس د دې حیاتي پړاو پر مهال کار وکړي. زه خوښ یم چي،  زموږ د ګډ کار د اسانه کولو لپاره د یوه پر لیکه پرانیستلاري (پورتال) په بڼه کي د ټکالوژیکي نښلېدني شاهد یم چي دا به د یوې کړکۍ رول ادا کړي او په مټ به یې موږ وکولای سو، چي پر خپل خت د پانګه اچووني نندارتونونه او د پروژې د مدیریت او پلي کولو د ټولو اړخونو په اړه د پرمختګ راپور وڅارو.

آغلو او ښاغلو،
په دې کنفرانس کي د وړاندې شوي اقتصادي اغیز د تحلیل له مخې، د ټولو سیمه يیزو شریکانو لپاره د نوو وده موندونکو لارو په اوږدو کي  په لا پراخه سوداګري، ترانزیټ، ترانسپورټ، د انرژۍ لېږد او  پانګه اچونه کي د ښکېلتیا لپاره  ملموسه اقتصادي ګټه او هڅندویه عناصر سته.
افغانستان زموږ د خپلمنځي ټولیزي نښلېدني د تحقق لپاره د یوکلیدي مرکز او مځکني پل په توګه د لویی وریښملاري د برخي په لړ کي  په منځټکي کي پروت دی.
موږ د ترهګرۍ، تندلاریتوب اود نشه يي توکو  په بڼه کي د امنیت او ثبات په مخکي د پرتو ګواښونو پر له منځه وړلو کار کوو. موږ د دې شومو پدیدو څخه ډېر زیانمن یو او له دغو ګواښونو سره د مبارزې لپاره نړیوالي هڅې ستایو.
خو موږ بیا هم په خپلو دودیزو او نویو بڼو کي د تروریزم د له منځه وړلو لپاره پیاوړو ګامونو ته اړتیا لرو. دا بسنه نه کوي، چي یوازي خبرې وکړو او ژمنه وکړو خو په عمل کې څه ونه کړو.
موږ یې  لوی قیمت پرې کوو، خو په ریښو کي د دې شومو پدیدو د له منځه وړلو لپاره په خپله موخه کي یوموټي یو. موږ ستاسو مرستي ته اړتیا لرو، هغسي چي تاسو زموږ هغې ته اړتیا لرئ، تر څو خپله مدافعه غښتلې کړو او خپل خلک او د خپلو ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي رژیمونو ښېګڼه وژغورو.

ګرانو دوستانو
دا چي موږ له بیلابیلو ننګونو سره مخ یو، دې کنفرانس یو ځل بیا موږ ته ثابته کړه چې د ودې او ښېرازۍ لپاره په سیمه يیزه کچه موجود ظرفیت او فرصتونه ریښتیني او د لاسته راوړلو وړ دي. کار وار له مخکي پیل سوی او افغانستان چمتو دی څو په پراخه لرلید کي خپل رول ولوبوی.
تاسو د ریکا په چوکاټ کي په کلونو خواري کښلې ده، څو یو ټینګ بنسټ رامنځ ته کړئ. راځئ اوس د خپلي ګډي اعلامیې تر شا په یوموټي توګه مخ ته ولاړ سو.  راځئ پروژې راپیل کړو، څو د خپلو سیمه يیزو دهلیزونو له ودي سره مرسته وکړو او راځئ پر دې لاره ګډ کار وکړو تر څو د جنوبي او مرکزي آسیا د خلکو او ملتونو لپاره ثبات او ښېرازي- هومره ډېره  چي دوی لره ښايي، په لاس راوړو.
ډېره زیاته مننه.
—پای—
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته