امنیت

پنځه تنه وسله وال مخالف قوما ندانان په بلخ کې ووژل شول

مزارشريف  باختر دزمري دمياشتې  ٤  :
په بلخ ولايت کې وړمه شپه دپنځو تنو وسله والو مخالفو قوماندانانو په وژل کيدو سره په چمتال ولسوالۍ ددښمن د پراخ بريد مخه ونيول شوه.
د بلخ و لايت د امنيې قوماندانۍ وياند شيرجان دراني باختر آژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي له بېلابېلو سيموڅخه په بلخ کې د البرز په ولسوالۍ د نويو بريدونو د پروګرام جوړولو لپاره راټول شوي وو چې په هوايي بريد کې ووژل شول.
دراني زياته کړه: وژل شوي کسان له سرپل ولايت څخه د ډار اچوونکو قوماندان مولوي صفت الله، له جوزجان ولايت څخه د ډار اچوونکو قوماندان قاري منان نيازي، په البرزغره کې د ډار اچوونکو قوماندان مولوي عبدالحميد، په چاربولک ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو قوماندان جانک او د طالبانو کليدي شخص مولوي ضياالدين شامل دي . 
ده وويل: د ډار اچوونکو دغه قوماندانان په يوه پټنځي کې راټول شوي وو ترڅو په چمتال ولسوالۍ  د بريد پروګرام برابر کړي چې پرې هوايي بريد وشو او ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته