امنیت

د کوهستاناتو ولسوالۍ د دولت په کنترول ده

کابل  باختر د وږي د مياشتې ٢ :
د سرپل ولايت دکوهستاناتو دولسوالۍ ځينې سيمې بيرته دطالبانو لاسته ورغلې.
دغه سيمې د طالبانو په وروستي بريد کې د دولت له  ادارې څخه وتلې دي . 
خو د سرپل د والي وياند حامدعلمي دباختر آژانس  خبريال ته وويل : په هغو پوځي عملياتوکې چې څو ورځې مخکې له وسله والوطالبانوڅخه د کوهستاناتو ولسوالۍ د بېرته نيولو په مقصد پيل شوي دي؛ هلې ځلې کيږي چې دغه سيمې بېرته ونيولې شي .
ده وويل :  امنيتي ځواکونه دکوهستاناتو ولسوالۍ تر دوه کيلومترۍ واټن پورې   دپرمختګ په حال کې دي او دغه عمليات په برياليتوب سره پرمخ ځي .
ده زياته کړه: په  دغو عملياتوکې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او نهه تنه نور يې ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه: د امنيتي ځواکونوله خوا د دره تنګي په ساحه کې د کوهستاناتو د بيرته نيولو  لپاره عمليات دوام لري .
ده دغه راز وويل: د دغوعملياتو په بهيرکې امنيتي ځواکونو ته هم د سر زيان اوښتى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته