روغتیا

ديو روغتيايي مرکز تښتول شوي کارکوونکي ازاد کړي شول .

کابل باختر  دغبرګولي  ١٣

  په بدخشان ولايت کې ديو غير دولتي روغتيايي مرکز تښتول  شوي کارکوونکي ازاد شول .

 دوه تنه بهرني کارکوونکي  او دهغوي درې تنه افغان همکاران نږدي يوه مياشت مخکې د ناپيژندل شويو وسله والو  کسانو له خوا دکوز يفتل ولسوالۍ  په مربوطاتو کې تښتول شوي وو .

 دبدخشان ولايت يو تن امنيتي چارواکي  جنرال محمد اسحق  تمکين باختر اژانس ته وويل ددوي ځواکونو تيره شپه وکولاي شول دغه تښتول شوي کارکوونکي دشهر بزرګ ولسوالۍ په داونګ سيمه کې  د تښتوونکو له منګولو څخه ازاد کړي .

 دده د څرګندونو له مخې  دوه تنه بهرني ښځې او دهغوي درې تنه افغان کارکوونکي وسله والو غلو تښتولي وه .

  دژغورنې  دعملياتو په نتيجه کې  پنځه تنه وسله وال  غله چې په پيښه کې يي لاس درلود وژل شوي دي

 ده زياته کړه چې دعملياتو په بهير کې په   عملياتو شاملو  ځواکونو ته زيان نه دي رسيدلي .

 دغو کارکوونکو دماشومانو د خوار ځواکي او داميد وارو ښځو دروغتيا په برخه کې  دانګلستان يوه روغتيايي مرکز ته کار کاوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته