مهترلام/ باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۵ مه
د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د څه د پاسه ٣١ میلیونو افغانیو په لګښت یوداګریز ودانۍ رغول کېږي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې رغول کېږي چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.
د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزي د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې په یادې ودانۍ ټولټال څه باندې ۳۱ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او د مهترلام ښاروالۍ له لوري تمویل کېږي.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ