نړۍ

په کامرون کې دبوکو حرام د ډلې ددرې سوه تنو غړو نيول کيدل

نيوزنو ايرنا   باختر دتلې دمياشتې  ٨ :
دکامرون پوځيانو دبوکو حرام دډلې   څه ناڅه درې سوه تروريستان نيولي دي اوله هغوې څخه يې پوښتنې اوتحقيقات پيل کړي دي.
دنيوز نو د خبري سايت دخبرله مخې  دکامرون د دفاع وزارت  وياند وويل :
نيول شويو پوځي مليشو خپلې وسلې تحويلې کړي دي  او ترپوښتنې لاندې دي.
دکامرون  حکومت په دې وروستيو وختو کې ددغه هېواد په شمال کې دبوکو حرام ديوه  جګپوړې مقام دنيولو خبرور کړي  و .
په کامرون کې دنيونې په عملياتو کې يوه زياته اندازه وسله او مهمات هم ترلاسه شوي دي .
دبوکو  حرام ډله  په نايجريا کې دزياترو بريدونو او چاودنو عامل ده  او دا په داسې حال کې ده  چې د دغې ډلې اقداماتو دنايجريا حکومت ته نوي امنيتي ستونزې پيدا کړې دي .
کامرون  دنايجريا په  ګاونډ کې پروت دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته