امنیت

د تاله اوبرفک په ولسوالۍ دوسله والو طالبانو ډله ئيز بريدونه په شاوتمبول شول .

کابل باختر دکب  يوولسمه :
وسله والو طالبانو پرون  دتاله او برفک ولسوالۍ دودانۍ  دنيولواو په دغې ولسوالۍ کې  ددولتي واکمنۍ  دله منځه وړلو په مقصد  ډله ئيز بريدونه ترسره کړل چې دامنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول او  ددوى بريد په شاوتمبول شول .
  دبغلان ولايت  د تاله اوبرفک ولسوال  فيض محمد اميري باختراژانس ته وويل  وسله والو طالبانو  چې دولسوالۍ  دودانۍ دنيولو نيت درلود ددوى بريدونه دامنيتي ځواکونو او دوګړنيو پاڅون کوونکو په ميړانې  او زړورتيا سره  په شاوتمبول شول .او وسله والوطآلبانوته دسر زيات زيان  اړولى دى .
  امير ي زياته کړه دغه بريد هغه وخت ترسره شو  چې ددغې ولسوالۍ مواصلاتي لاره  ددوشي ولسوالۍ  د کنده  سنګ په ساحه کې تړلې ده  خوبيا هم امنيتي ځواکونو  او وګړنيو پاڅون کوونکو په ميړانې او زړورتيا سره  دولسوالۍ  دودانۍ دفاع وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته