کابل – باختر د وږي دريمه
دبغلان د ولايتي شورا د يوه غړي درې تنه خپلوان تېره شپه د ناټو دخاصو ځواکونو له خوا په دغه ولايت کې ونيول شول .
دبورکې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال شاه محمود باخترآژانس ته وويل: د ناټو ځواکونو د بورکې ولسوالۍ د چپې درې په کلي کې عمليات ترسره کړل چې له امله يې دبغلان د ولايتي شورا د يوه غړي درې تنه خپلوان له طالبانوسره دهمکارۍ په تور د دوى د استوګنې په کورکې له يوې اندازې جنګي وسايلو سره ونيول.
ويل کيږي چې په ولايتي شوراکې د بورکې د خلکو استازى د دغوکسانو د نيول کيدو په باب نظر څرګند نه کړ.
0 د یوې دقیقې څخه لږ